ایکنانیوز د رپورټر له قوله وائي، د قطر دملی کتابتون د میراث برخه چې په لویدیځي آسیاسیمې کې د یوه مخکښ کتابتون په توګه پيژندل کیږي، د یوې کم موندونکي قرآني خطي نسخې پشمول مراکش په لاس لیکل شوي یو شمیر تاریخي کتابونه ،انځورونه او یو شمیر خطي کتابونونسخې نندارې ته وړاندې شوي دي.
دغه نادره خطي نسخه چې تاریخ ئې ۱۹۵۰کال ت ورګرځي، د مراکش په اسلامی هویّت کې د دودیزو نسخو یوه ترټولو ښکلی بیګله ده او د تذهیب او خوشخطئ په هنر کې بې مخینې ده.
د قرآن دغه خطي نسخه ،د یوه لوي صوفی عالم (۵۵۹-۶۲۶قمری کال ) شیخ عبدالسلام بن مشیش له کتابتون سره اړونده وه چې چې په مراکش کې د موحدینو د خلافت پهوخت کې ئې ژوند کاوه او د مراکش هیواد دناردو نسخو برخه ګڼل کییږي. او د تذهیب د تاریخی هنر یوه ښکلی او په زړه پورې بیلګه نندارې ته وړاندې کوي.
تذهیب د هغو بدیعو اوښکلو نقشو یوه ټولګه ګڼل کیدلی شي چې نقاشان اومذهبی کسان ئې د دیني ، عملي،کلتوري ، تاریخي کتابونو او د شعرونو ددیوانونو او د خط د ښکلي قطعو په لاښکلولو کې کاروي.
په دې توګه ده چې د پاڼو شاوخوا کنارې ، داسلیمي بندونو او څانګو په طرحو سره او د ګلونو د پاڼو او اسلیمي څانګو او اسلیمي پیوندونو په طرحو سره ښکلي کیږي.
د قرآن کریم د کتاب د خوشخطۍ او په زړه پورې ښکلي نسخه چې احتمال کیږي، د نولسمې پيړۍپه لومړنۍ نیمائي کې لیکل شوېوي، په مراکش کې ساتل کیږي.
د قطر د ملی کتابتون ددغه مصحف ترڅنګ د پیغمبر اکرم(ص) د مومنومیرمنو دسیرت د کتاب یوه نادره نسخه چې ۱۲۱۳میلادی کال ته ورګرځي ، هم نندارې ته وړاندې شوې ده.
ددغه نندارتون پهنورو برخو کې هم د دانشانمو، اوکلتوری لغتونو ، فلسفي کتابونو، اروپيژاندې اودینو د کتابونو او دغه راز د تمدن دتاریخ ، دسیرت کتابونو ،نړیوال تاریخ ، انسان پيژندنې ،زده کړې ، موسیقۍ ، ښکلو هنرونو ، قانون اومصور ښکلي کیسې هم پکې موجودې دي.